هلمند مرکز لښکرګاه کي د معلولینو لپاره نوی او عصري مرکز جوړيږي

Dec 29, 2021 - 12:15
 8
هلمند مرکز لښکرګاه کي د معلولینو لپاره نوی او عصري مرکز جوړيږي
هلمند مرکز لښکرګاه کي د معلولینو لپاره نوی او عصري مرکز جوړيږي

د سره صليب نړيوالي ادارې (آی سي آر سي) لخوا د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کي د معلولينو لپاره د نوي فزيکي مرکز جوړلو ساختماني چاري پيل کيږي.

که څه هم تردې وړاندي ( آی سي آرسي) په لښکرګا کي خپل دفتر ته څېرمه دمعیوبینو او معلولینو دفزیکي بیا رغاوني مرکز درلود چې ۱۱ کاله وړاندي پرانیستل سوی وو او دغه روغتيايي مرکز دهغه مراکزو يوه څانګه ده کوم چي (آی سي آرسي) په افغانستان کي د معيوبينو سره د همکارۍ لپاره جوړ کړي دي.

او دهیواد د جنوبي ولایتونو خلګو ته ځیني روغتیایي خدمتونه وړاندی کوي لکه : معلولينو او معيوبينو ته مصنوعي اعضاوو جوړول چي لاسونه يا پښې یی قطعه سوي وي، همدارنګه دستون فقرات صدمه، دمحیطي اعصابو صدمه، د فلج ناروغي، د عضلاتو ضعف یاسوء تغذي ناروغۍ، دماغي فلج، دبدن نيمایي فلج، ولادي انحراف یاکوږوالی، خلع سرین، ولادي دحرامغذ صدمه او د مصنوعي غړو جوړول او کومکي وسایل ورکول، لکه لکړي، چهار خانه او بایسکیل ورکول. 

د يادوني وړ ده چي مخکني مرکز ته به په کال کي (۸۰۰۰) ناروغانو مراجعه کول او د دي خدمتونو څخه برخمن کېدل خو د نوي مرکز په جوړېدو سره به په هلمند کي د پخوا په پرتله دوه برابره ناروغانو ته خدمات وړاندي سي.

د (آی سي آرسي) ولايتي دفتر د مسؤلينو په وينا: نوی مرکز به په يوه ورځ کي د (۶۰) تنو نارينه او ښځينه ناروغانو د بستر امکانات ولري او هم به د (۲۵۰) تنه سرپا ناروغانو د تداوي وړتيا ولري. 

د دوي په وينا: په مخکني مرکز کي يوازي د ۱۲۵-۱۲۰ سرپا ناروغانو تداوي او مرسته کېدل خو په نوي مرکز کي به له یوې خوا د تداوی کیفیت لوړ سي او له بلي خوا به هغه معلولین چی دستوني فقراتو صدمه يې لیدلې وي د بستر امکانات موجود سي او د هغه ناروغانو لپاره چي لاس او پښې ونلری دتمرین زمینه برابره سي تر څو وکولای سي د مصنوعي لاس او پښو سره د عادت کېدو تمرين وکړي.

اټکل سوی چي د دې پروژې ټول ساختماني کارونه به تر۱۸ میاشتو پوری بشپړ سي.