هلمند کې بېځايه سویو کورنيوسره نغدي مرسته وسوه

Dec 29, 2021 - 13:03
 5
هلمند کې بېځايه سویو کورنيوسره نغدي مرسته وسوه
هلمند کې بېځايه سویو کورنيوسره نغدي مرسته وسوه

دغه مرسته نن چهار شنبه په لښکرګاه ښار کې د UNHCR مؤسسې په مالي ملاتړ د HRDA په تطبیق او د هلمند ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو د ریاست په همکارۍ د مرکز او ولسوالیو د لسګونو کسانو سره د ۲۶۵ نغدي ډالرو مرسته سوه.

د مرستي د ویش په پیل کې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس الله داد انقیادي خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د مرکز په ګډون د هلمند ټولو ولسوالیو بیوزله او اړمن خلګ د یوې شفافي سروې له مخي لیکل سوي دي چې د دریو ورځو په لړ کې به ۱۴۵۲ کسانو ته یاده نغدي مرسته ورکړل سي ترڅو دا کورنۍ د اقتصادي پیاوړتيا په موخه پرې خپل ورځنۍ چاري مخته یوسي. ښاغلي انقیادي زیاته کړه د دې سروې له مخې به د ۱۴۵۲ کورنیو سره یاده مرسته کېږي چې هرې کورنۍ ته به د ۲۶۵ ډالرو نغدي چکونه د ګومارل سوې کمېټې له لوري په شفاف ډول د استخباراتو د مسولینو مخته ورکړل سي.

یو تن داخلي بیځایه سوي قدرت الله له مرستندویه ادارو څخه مننه وکړه خو زیاته یې کړه چې دغه مرستې ور ته بسنه نه کوي او بايد ډېر پام ور ته وسي.

هیره دي نه وي چې د هلمند ولایتي چارواکي او موسسات وایي هڅې يې پیل کړي چې را بې ځایه سوو پاتې کورنیو سروې به هم ژر تر ژره د مرستې د ورکړې په موخه ترسره سي.