د اسلامي همکاریو سازمان غونډه؛ له افغانستانه سره د مرستو لپاره د صندوق پر جوړولو هوکړه وسوه

Dec 20, 2021 - 17:39
 3
د اسلامي همکاریو سازمان غونډه؛ له افغانستانه سره د مرستو لپاره د صندوق پر جوړولو هوکړه وسوه

په افغانستان کې د بشري بحران په وړاندې د مبارزې پر لارو چارو د بحث لپاره د اسلامي همکاریو سازمان رابلل شوې فوق‌العاده غونډه پرون ناوخته له افغانستان سره د بشري مرستو په ژمنو سره پای ته ورسېده.

دغه یو ورځنۍ غونډه چې په اسلام‌اباد کې وسوه او د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په‌کې برخه اخیستې وه، له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د یوه مالي صندوق پر ایجاد په‌کې موافقه وسوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې په پای کې وویل، دغه مالي صندوق به د اسلامي پراختیايي بانک تر چتر لاندې تنظیمېږي چې له نورو ډلو او سازمانونو سره په همغږۍ له افغانستان سره د بشري مرستو یو کانال وي.

دې غونډې ته چې د سعودي عربستان په غوښتنه جوړه سوې وه، د ۲۲ اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د څه باندې ۵۰ هېوادونو او سازمانونو استازي ورغلي وو.

د غونډې د پای په اعلامیه کې راغلي چې د اقتصادي پاشلتیا د مخنیوي لپاره مهمه ده چې افغانستان خپلو مالي سرچینو ته لاسرسی ولري او د افغانستان بانک د ميلیاردونو ډالرو کنګل سوې شتمنۍ د ایله کېدو لپاره پر واقعي لارو چارو غور وسي.

پر کابل د طالبانو د حکومت له واکمنېدو راوروسته د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان بانک شااوخوا نهه‌‌نیم ميلیارده ډالره شتمني کنګل کړې او په وروستیو کې ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ویلي، په افغانستان کې په ملیونونو کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اسلامي همکاریو سازمان پرونۍ غونډه کې د افغانستان څوکۍ چې درې رنګه ملي بیرغ‌یې هم مخې ته ایښی و، تشه پاتې وه او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته جلا څوکۍ ورکړل سوې وه چې کوم بیرغ نه‌و ورسره.

د طالبانو د هیئت مشري د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د امریکا متحده ایالاتو د پلاوي مشري، د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي توماس وېسټ کوله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل، د غونډې په څنډه کې د طالبانو او امریکا هیئتونو په خپلو کې مخامخ هم خبرې وکړې.

د طالبانو یوه ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، ذبیح‌الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې په اسلام‌اباد کې پرونۍ غونډه د افغانستان شرایطو ته په کتو ګټوره وبلله.

مجاهد وویل: "ډېر ګټور کنفرانس و، په هغه کې د اسلامي همکاریو سازمان غړو هېوادونو او نورو هېوادونو هم ګډون درلود. ټولو هېوادونو ته د اسلامي امارت له‌خوا پیغام ورسول سو، هغوی ته ډاډ ورکړل سو. په جلا جلا ډول هم ځینې کتنې وسوې."

تر دې مخکې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د پاکستان صدراعظم وویل، د اګسټ له ۱۵مې نېټې کله چې افغانستان سره مرستې بندې او شتمني یې کنګل سوې، که بل هر هېواد له دې ډول برخلیک سره مخ وی، سقوط به‌یې کړی وی.

خو د عمران خان د وینا هغه برخه چې ګواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د انتقاد سبب سوې ده.

ښاغلي کرزي د عمران خان دا خبرې "د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ بللی" ځکه د حامد کرزي په وینا چې په واقعیت کې موضوع کاملاً برعکس ده او د داعش تهدید له اوله له پاکستان څخه افغانستان ته متوجې دی.

په همدې حال کې د هندوستان په پلازمېنه نوې ډېلي کې د هند او مرکزي اسیا ډیالوګ غونډه چې د شنبې په ورځ پیل سوې وه، پرون پای ته ورسېده.

د نوې ډېلي په غونډه کې د هندي چارواکو ترڅنګ د تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان د بهرنیو چارو وزيرانو ګډون کړی و چې له افغانستان سره‌یې د بشري مرستو پر دوام بحث وکړ.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په غونډه کې پر دې هم ټینګار وشو چې باید پرې نه‌ښوول شي چې افغانستان بیا د ترورېزم په ځاله بدل سي.