د اقینې بندر له لارې صادرات او واردات ۴۰ سلنه کم سوي

Jan 23, 2022 - 16:19
 6
د اقینې بندر له لارې صادرات او واردات ۴۰ سلنه کم سوي

د فاریاب د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په تېرو ۵ میاشتو کې د اقینې بندر له لارې صادرات او واردات د تېر کال د لومړیو میاشتو پرتله ۴۰ سلنه کم سوي دي.

د دې خونې مرستیال عبدالرشید غیاثي نن یکشنبې( د سلواغې په ۳مه) ازادي راډیو ته وویل، د یاد ولایت د سوداګرو واردات لکه اوړه، غوړي، تېل، ګاز او نور الکترونیکي وسایل دي او شیرین بویه، ممیز، پیاز او کچالو د اقینې بندر له لارې صادرېږي.

د ښاغلي غیاثي په وینا، ترکمنستان، ترکيې او ځینو نورو اسیايي او اروپايي هېوادونو ته د اقینې بندر له لارې صادارات او واردات کېږي.

نوموړي زیاته کړه، که له بانکونو د افغان سوداګرو د پیسو ترلاسه کولو ستونزه حل شي، سوداګري به د پخوا په څېر بېرته ښه سي.

په افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په دغه هېواد کې د بانکونو فعالېتونه غیرعادي شوي دی چې خلک او سوداګر یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.