په جرمني کې د کرونا ویروس د اومیکرن بڼې پېښي زیاتې شوې

Jan 23, 2022 - 16:27
 8
په جرمني کې د کرونا ویروس د اومیکرن بڼې پېښي زیاتې شوې

جرمني وايي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د اومیکرون بڼه ډېره خپره سوې ده.

د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېرې پېښې په پلازمېنه برلین کې ثبت سوي او له یوې اوونۍ راهیسې د ورځې په متوسط ډول یولک تنه په دې ناروغۍ اخته سوي دي.

د جرمني رابرت کوخ انستیتیوت ویلي چې له دې سره په یو وخت د دغه هېواد نیمايي وګړو تقویتي واکسین کړی دی.

د جرمني یوه وتلي ویروس پېژاند اولیور کیپلر ویلي چې ژر به د هېواد روغتونونه له هغو ناروغانو ډک شي چې د کرونا په اومیکرون بڼې اخته سوي دي.

که څه هم د کرونا اومیکرون بڼه ژر خپرېږي خو ویل کېږي چې شدت یې د کرونا تر نورو ډولونو کم دی.

د ۲۰۱۹ په پای کې د کرونا وبا د خپرېدو له پیله تراوسه پورې په جرمني کې څه باندې ۸ ملیونه او ۶ لکه تنه په دې ویروس اخته سوي دي.