طالبان: نږدې ټولو دولتي کارکوونکو ته د درېیو میاشتو معاشونه ورکړل سول

Dec 21, 2021 - 16:58
 4
طالبان: نږدې ټولو دولتي کارکوونکو ته د درېیو میاشتو معاشونه ورکړل سول

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وايي چې د دولت نږدې ټولو کارکوونکو ته د درېیو میاشتو معاشونه ورکړل سوي دي.

له دې مخکې یو شمېر دولتي مأمورینو شکایت کاوه چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته‌یې معاشونه نه‌دي اخیستي، خو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل نن ازادي راډیو ته وویل د زمري میاشتې ټول او د وږې او تلې د میاشتو ډېره برخه معاشونه اجرا سوي دي.

ښاغلي حقمل زیاته کړه چې پاتې کارکوونکو ته به هم ډېر ژر معاشونه ورکړل سي.

دی زیاتوي: "که یو دوه ادارې پاتې وي، د هغو کار به هم نن د ورځې تر پایه خلاص سي، نورو ادارو ته مو معاشونه ورکړي دي. په ولایتونو کې د معاشونو کار پرون بشپړ سو. اعظمي کوشش کوو چې د پاتې ادارو چې استحقاقونه‌یې رالېږدلي، معاشونه هم اجرا کړو."

د دولتي ادارو مأمورینو پاتې میاشتو معاشونه داسې مهال ورکول کېږي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په هېواد کې اقتصادي فعالیتونه په ټپه درېدلي او د دولتي مأمورینو په ګډون د خلکو د بې‌وزلۍ کچه په لوړېدو ده.