ډبيلو اف پي: افغانستان کې د بشري مرستو مؤسسو له هيچا د پيسو غوښتنه نه‌ده کړې

Sep 15, 2022 - 18:38
 6
ډبيلو اف پي: افغانستان کې د بشري مرستو مؤسسو له هيچا د پيسو غوښتنه نه‌ده کړې

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د بشري مرستو مؤسسو له هیچا د پیسو غوښتنه نه‌ده کړې او له ټولنیزو رسنیو څخه د تماس نیولو یا نوم ثبتولو لپاره کار نه‌اخلي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) ویاند وحیدالله اماني پرون په یوه ویډیويي پیغام کې، چې پر خپله ټویټرپاڼه یې خپور کړی ويلي، پر ټولنيزو شبکو د خوړو د نړيوال پروګرام په اړه ځينې پيغامونه خپريږي چې جعلي دي.

نوموړي ويلي: "ځینې کسان په فېسبوک او وټس اپ کې شته چې غواړي داسې وښيي چې ګواکي له ډبلیو ایف پي سره کار کوي. دا ډول پیغامونه جعلي دي او د نوم ثبتولو کومې فورمې چې دوی شریکې کړي، هغه هم جعلي دي. د خوړو نړیوال پروګرام له خواله رسنیو لکه وټس اپ او فیسبوکه د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو د نوم ثبتولو یا تماس نیولو په خاطر کار نه‌اخلي."

تر دې وړاندې په خواله رسنیو کې په خپور شوي پیغام کې د خوړو د نړیوال پروګرام په نوم د ۵۰ افغانیو په بدل کې د مرستو ورکولو لپاره د نوم لیکنې غوښتنه شوې وه.