د طالبانو د حکومت کابینې د ونو او د ځنګلونو د پرې کولو پر مخنیوي ټينګار کړی.

د طالبانو د حکومت کابینې د ونو او د ځنګلونو د پرې کولو پر مخنیوي ټينګار کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې خبر په خپرولو سره لیکلي دي، د کابینې غونډه چې د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ جوړه شوه، د ځنګلونو د پرې کولو په تړاو یې د ټاکل شوي پلاوي طرحه تائید شوه.

ښاغلی مجاهد وايي، په غونډه کې ټاکل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې ولایتونو ته سفرونه وکړي او د ونو او ځنګلونو د پرې کولو د مخنیوي په برخه کې عملي کار پیل کړي.

د نوموړي په خبره په غونډه کې همدا ډول د ونو او ځنګلونو د پرې کولو په برخه کې د برقي ارو په استفاده کولو هم بندیز ولګېد او ټينګار وشو چې سرغړونکي باید مجازات شي، خو په خبر کې د طرحې د څرنګوالي او د پلاوي د ترکیب په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د افغانستان ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول کونړ کې د ځنګلونو د پرې کولو په اړه اندېښنې ډېرې شوې وې.