بښنې نړیوال سازمان: د بشري ناورین مخنیوي لپاره دې پر افغانستان اقتصادي بندیزونه لېرې کړل شي

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، پر افغانستان لګېدلي هغه اقتصادي بندیزونه دې سملاسيختم کړل شي چې په دې هېواد کې یې د روغتیا، خواړو رسولو او نورو بنسټیزو خدماتو مخه یې نیولې.
یاد سازمان سه شنبه په یوه مفصله اعلامیه کې ویلي، دې هېواد کې د ناورین مخنیويلپاره باید بشري مرستې هم چټکې شي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی او نړیوالې ادارې هلته د بشري ناورین خبرداری ورکوي.
ملګرو ملتونو ویلي، احتمال شته چې په راتلونکو څو میاشتو کې د دې هېواد ۹۷ سلنه وګړي له سختې لوږې سره مخ شي.
یاده دې وي چې د افغان دولت شاوخوا لس ملیارده ډالره شتمني دا مهال د امریکا حکومت لخوا کنګل شوې او طالبان ورته لاسرسی نه لري.
اوس د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د دې شتمنۍ کنګل کېدو، د نړیوالو مرستو کمېدو او پر طالبانو لګېدلیو بندیزونو افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ کړی.
په ورته مهال ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی چې د ناورین مخنیويلپاره باید افغانستان سره هره میاشت دوه سوه میلیونه ډالره مرسته وشي.