د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د طالبانو حکومت استازي کومې لاسته راوړنې درلودې؟

Dec 20, 2021 - 17:28
 6
د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د طالبانو حکومت استازي کومې لاسته راوړنې درلودې؟

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د ناستې په څنډه کې د یو شمېر اروپایي هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او د اففانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سره لیده کاته کړي او د افغانستان لپاره‌یې د بشري مرستو په راټولولو ټینګار کړی دی.

امیر خان متقي د یو پلاوي په مشرۍ له تېرو دوو ورځو راهیسې د اسلامي همکاریو سازمان په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام‌اباد ته تللی و چې نن دوشنبه بېرته کابل ته ستون سو.

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت د ستراتېژيکو مطالعاتو د مرکز مشر ولي‌الله شاهین چې له ښاغلي متقي سره په دې سفر کې و کابل ته د بېرته راستنېدو پر مهال خبریالانو ته وویل چې د دې لیدو کتو په ډېرو برخو کې د بشري مرستو په اړه خبرې سوې دي.

شاهین وویل: "متعدد لیده کاته ترسره سول چې په هغه کې د اروپایي هېوادونو ځینو استازو، د اسلامي هېوادونو ځینو چارواکو سره خصوصي مجلسونه ترسره سول په ټوله کې د بهرنیو چارو د وزیر دغه سفر له لاسته راوړنو ډک و، نړیوال په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو ځیني چارواکي دې ته لېواله سول چې له افغانستان سره بېړنۍ بشري مرستې وسي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم په خپله ټویټرپاڼه په څو پرله‌پسې ټویټونو کې لیکلي چې امیر خان متقي د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو لپاره د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفيټس، د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حاجي وفا، افغانستان لپاره د او ای سي ځانګړي استازي او په کابل کې د ياد سازمان نوي ټاکل سوي سفير طارق علي بخيت، د افغانستان د چارو لپاره د سعودي عربستان کاري ځواک مشر د پالېسۍ او پلان جوړونې مرستيال عبدالله خالد السعود او مل هيئت سره وکتل.

ښاغلي بلخي لیکلي چې له یاد چارواکو او استازو سره په لیدو کتو کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو پر راټولو، سیاسي او سوداګریزو اریکو، د طالبانو پر حکومت د نړیړالو د بندیزونو لرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون په اړه بحثونه سوي دي.

نوموړي لیکلي چې په ټولو دغو لیدو کتو کې له ښاغلي متقي سره د همکاریو او بشري مرستو د رسولو ژمنې سوې دي.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو ځینې افغان کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو به دغه ډولې ناستې موثره تمامې سي.

له دې ډلې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د نړیوالو اړیکو مشر هاتف مختار رسنیوته په دې اړه وویل: " امیر خان متقي سفر پاکستان ته داسې مهال وسو چې دا مهال هېواد کې اقتصادي ناورین موجود دی او خلک د معشیت له سختو ستونزو سره مخ دي، که څه هم اسلامي امارت هڅه وکړه چې ښه پیغام وړاندې کړي خو وبه لیدل سي چې په راتلونکي کې دOIC غړي هېوادونو خپلې ژمنې څومره پر ځای کوي.”

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د نړیوالو سازمانونو او هېوادونو د استازو تر منځ داسې مهال افغانستان ته پر بشري مرستو رسولو، سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې او اترې شوي چې د روان کال د اګسټ میاشتې له پنځلسمې نېټې له کله چې پر افغانستان طالبانو واکمنن سوي په دغه هېواد کې اقتصادي کړکېڅ رامنځته او د نړیوالو مرستې بندې او اقتصادي اړیکې زیانمنې سوې دي.

خو وروستۍ یوه میاشت د ملګرو ملتونو تر څنګ یو شمېر هېوادونو د افغانستان له خلکو سر په بېلابېل ډول بشر دوستانه مرستې کړيو چې ویل کېږي پر یو شمېر اړمنو ویشل سوی هم دي.