ایران کې د کرونا ویروس د نوې بڼې لومړنۍ پېښه ثبت سوه

Dec 20, 2021 - 17:18
 3
ایران کې د کرونا ویروس د نوې بڼې لومړنۍ پېښه ثبت سوه

د ایران روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د بدلې سوې بڼې، اومېکرون د لومړۍ پېښې د ثبتېدو خبر ورکړ.

د دغه وزارت مرستیال کمال حیدري، پرون د ایران دولتي ټلوېزیون ته وویل، په دې ویروس اخته سوی کس، یو پوخ عمره سړی دی چې په وروستیو کې له متحده عرب اماراتو ایران ته ستون سوی دی.

روېټرز خبري اژانس د ښاغلي حیدري په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، په تهران کې د دغه کس د قرنطین لپاره لازم اقدامات سوي دي.

اومېکرون د کرونا ویروس نوې بڼه ده چې تېره میاشت د لومړي وار لپاره په جنوبي افریقا کې کشف سوه.

د ایران روغتیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې د کرونا وبا له پیله ۱۳۱زره کسان په دې ویروس مړه سوي دي.

د ایران د ۸۵ ملیونه وګړو له جملې ۵۰ ملیونو یې تر اوسه د کرونا ضد واکسین دواړه ډوزونه لګولي دي.