کابل کې لاریون: امریکا دې د افغانستان کنګل سوې شتمني ازاده کړي

Dec 21, 2021 - 16:13
 8
کابل کې لاریون: امریکا دې د افغانستان کنګل سوې شتمني ازاده کړي

په کابل کې په سلګونو کسانو د امریکا ضد لاریون وکړ. لاریون کوونکو د امریکا سفارت ته نږدې د دغه هېواد پرضد شعارونه ورکول او غوښتنه یې کوله چې واشنګټن دې ژر تر ژره د افغانستان کنګل سوې شتمني ازاده کړي.

لاریون کوونکي وایي، امریکا په غیر قانوني توګه د افغانستان د خلکو شتمني کنګل کړې او دا کار دوی ته د منلو نه دی.

لاریون کوونکي وايي، د امریکا د اقتصادي بندیزونو له امله افغانان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي نو له همدې امله دې امریکا خپل بندیزونه لېرې کړي او نړیوالو ته هم په کار ده چې امریکا د افغانستان د شتمنیو ازادولو ته اړه کړي.

د امریکا متحده ایالاتو هغه مهال د افغانستان شااوخوا نهه نیم میلیارډه ډالره شتمني کنګل کړه چې طالبانو د اګسټ میاشتې په ۱۵مه کابل ونیو.

واشنګټن تراوسه د دغه شتمني له ازادولو ډډه کړې.