افغان کرکټ لوبډلې بنګله دېش ته ماته ورکړه

Mar 5, 2022 - 20:27
 13
افغان کرکټ لوبډلې بنګله دېش ته ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بنګله دېش ته د ۸وېکټو په توپیر ماته ورکړه.

د ۲۰اووریزو کرکټ لوبو په دوام دواړه لوبډلې نن شنبه (د کب ۱۴مه) ماسپښین یوه نیمه بجه لوبغالي ته ښکته شول. په پیل کې بنګله دېشۍ لوبډلې توپوهنه(بېټنګ) وکړ او په ټاکل شوي ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۱۵منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې وشو کولی په ۱۸ اوورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو ټاکلی هدف پوره کړي.

دا دوهمه او وروستۍ لوبه ده چې د دواړو ټیمونو ترمنځ ترسره شوه. افغانستان د بنګله دېش په وړاندې په لومړۍ لوبه کې ماته خوړلې وه.