سکون کرکیټ لوبډلي په بست جام کې خپلي لوبي په بریا پیل کړي.

Mar 2, 2022 - 19:36
Mar 2, 2022 - 19:41
 23
سکون کرکیټ لوبډلي په بست جام کې خپلي لوبي په بریا پیل کړي.


. سکون کرکټ لوبډلي د بست جام په روانو سیالیو کې د ستوري لوبډلي ته په پنځو ویکټو ماتي ورکړه
سکون کرکټ لوبډله چي هلمند کې یوه ځوانه لوبډله ده ، او زیاته تجربه نلري  په لنډ وخت کې د سترو لوبډلو سره په داسي لوبو کې لوبیږي.
نن ورځ يي په خپله لومړۍ لوبه کې ستوري کرکټ ټیم ته په پنځو ویکټو ماته ورکړه.
د لوبي پچه سکون کرکټ لوبډلي وګټله او د توپ اچونې پریکړه وکړه. د ستوري کرکټ ټیم په ۲۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سکون کرکت لوبډلي ته د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه. په توپ اچونه کې د سکون کرکټ لوبډلي  له لوري  رفیع الله هاشمي ۴ لوبغاړي، عمران غفاري ۲ لوبغاړي او قدرت نظری د یو لوبغاړي په سوځیدو بریالی سو.
سکون کرکټ لوبډلي یاد هدف په ۲۲ اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره تر لاسه کړ ، چي صدیق الله بارکزي ۵۲، عمران غفاري ۴۹ او قدرت نظري ۲۴ منډي ترسره کړي.
ددی لوبي غوره لوبفاړی د سکون کرکت لوبډلي توپ اچوونکی رفیع الله هاشمي ونومول سو.  
هلمند کئ د کرکټ امریت امر جانان فولادوال  وايې ، یاد ټورنمنټ د ۱۶ لوبدلو تر منځ د فبروروي میاشتي په ۲۳ نیټه د کرکټ امریت له لوري په لاره اچول سوی. نوموړی وايې د سکون کرکټ ټيم یوه ښه لوبډله ده او د یادي لوبډلي  ترڅنګ ځیني نوري ځواني لوبډلي هم جوړي سوي دي چي ځوان لوبغاړي پکښي لوبیږي اوله دوي سره ددې لوبغاړو لوبي ثبتیږي چي د یادو لوبغاړو په پر مختګ کې مهم رول لري.
نوموړی زیاتوي چي ورته ټورنمنټونه پر کورني کرکټ مثبته اغیزه لري ،ځکه دا لوبغاړی اوس په معیاري لوبغالي کې لوبي ترسره کوي او دا چاره ددې باعث کیږي چی نورو ولایتونو کې د هلمند لوبغاړي د پیچ سره بلد وي او ښه لوبه ترسره کړي. 
 همدارنګه نوموړی وايې چي دوی ته د کال په لومړیو کې د کرکټ بورد له لوري کلنی پلان ورکول کیږي او د همدي پلان له مخي دوي هلمند کې د لوبډلو تر منځ د لوبو لپاره کلنی پلان جوړوي . هغه وايې لدې لوبو وروسته په راروانو میاشتو کې د روژي او کجکي جامونو په نوم هلمند کې د لوبډلو تر منځ لوبي په لاره اچوي.
د سکون کرکټ ټیم کپتان او لوبغاړي وايې دې لوبو ته يې له زیات وخت څخه پوره تمرینات ترسره کړي دي تر څو یادو لوبو کې له ځانه ښه وړتیا وښيي او له همدي امله ښه لوبه ترسره کوي.
 دوي وايې که څه هم نوي لوبډله ده خو له ځواکمنو لوبډلو سره د ښه لوبي کولو چمتووالی لري.
په دې لوبو کې نور لوبیدونکي لوبغاړي له کرکټ امریت څخه د خوښي په څرګندولو  وايې زیات خوښ دي چي په خپل ولایت کې په معیاري لوبغالي کې یو د بل تر منځ لوبي ترسره کوي او زیاتوي چي د کال په لومړیو کې لدې لوبو خبر وه او له زیاتي مودي يې په کرکټ اکاډمي کې تمرینات ترسره کړې.
دوي وايې دا لوبي ځکه ورته مهمي دي چي ددوي او نورو ځوانو لوبغاړو په پرمختګ کې مهم رول لري ځکه که پدې لوبو کې ښه ځلیږي نو د ولایتي ، فړسټ کلاس او ملي لوبډلي کې د لوبیدو موقعه  ورته برابریږی.
سکون کرکټ لوبډله چي د سکون رسنیز ګروپ په مالي ملاتړ لوبي کوي ، د بست جام سیالیو په لړ کې داسي مهال خپل لومړی بریا خپلوي چي له دې وړاندي يې هم په ولایتي سیالیو ې ښه لاسته راوړني له خان سره لرلي.