محمد نبي د افغانستان د ملي سرود د غږېدو په مهال وژړل

محمد نبي د افغانستان د ملي سرود د غږېدو په مهال وژړل
محمد نبي د افغانستان د ملي سرود د غږېدو په مهال وژړل

د افغانستان د کرکټ کپتان محمد نبي د کرکټ په نړیوال جام کې د سکاتلنډ په خلاف د لوبې په پیل کې د خپل هېواد د ملي سرود د غږېدو په مهال وژړل.

دا په نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه وه.

د طالبانو له راتګ وروسته داسې ویل کېدل چې شاید د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان ملي سرود ونه غږول شي او ملي بیرغ یې نه وي. خو هم یې ملي سرود وغږول شو او هم یې ملي بیرغ ورپول شو.

د لوبې په پیل کې د هر هېواد ملي سرود غږول کیږي، په تلویزونونو کې ښودل کېدل چې د افغانستان د ملي سرود د غږېدو په وروستیو شېبو کې د افغانستان کپتان محمد نبي اوښکې تویې کړې او بیا یې خپلې سترګې پاکې کړې.

په نړیوالو لوبو کې یو شمېر لوبغاړي‌ د خپل هېواد د ملي سرود د غږېدو په مهال احساساتي شي او وژاړي.

طالبان د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته ننوتل او ارګ له سر څخه یې د افغانستان ملي بیرغ لېرې کړ چې دې کار د ډېرو افغانانو غبرګون راوپاروه. طالبانو لا هم د ملي سرود او ملي بیرغ په اړه خپل رسمي دریځ ندی اعلان کړی.

لا هېڅ یو هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د طالبانو تر راتګ شاوخوا یو کال مخکې د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته لاره کړې وه.