هرات کې پانګه وال او سوداګر د انسان تښتونې پېښو اندېښمن کړي

Mar 3, 2022 - 12:45
 6
هرات کې پانګه وال او سوداګر د انسان تښتونې پېښو اندېښمن کړي

په هرات ولايت کې پانګه وال او سوداګر د انسان تښتونې زياتو پېښو اندېښمن کړي.

د دې ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې تيره ورځ ناوخته په يوې اعلاميه کې دا اندېښنې د هرات ولایت د امنیتي ادارو له مسولينو سره په يوې ناسته کې شريکې کړي.

د دې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د خونې مسولينو په دې ناسته کې له امنيتي ادارو د دې پديدې د له منځه وړلو برخه کې د يوې روښانه تګلارې د جوړېدو غوښتنه کړې.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولينو، امنيتي چارواکو ته وړانديز کړی هغه سيمکارتونه چې ښار کې په غيرقانوني ډول پلورل کېږي او بې اسناده موټر چې دې ښار کې تګ راتګ کوي د مخنيوي لپاره دې اقدام وکړي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې امنيتي مسولینو د دې چارې د مخنيوي برخه کې سوداګرو او پانګه والو ته د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړی.