د افغانستان فوټبال لوبډلې تاجکستان ته لوبه وبایلله

Aug 7, 2022 - 18:08
 15
د افغانستان فوټبال لوبډلې تاجکستان ته لوبه وبایلله

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره فوټبال لوبډلې تېره شپه تاجکستان ته لوبه وبایلله.

دغه لوبه د کابل په وخت تېره شپه اته نیمې بجې پیل شوه چې تاجکستان لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته ۴-۱ ماتې ورکړه.

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه د اسیا د ۱۹ کلنو کم عمره فوټبال لوبډلو کوربه ده.

افغانستان له دې وړاندې له قرغزستان هم ماتې خوړلې وه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو پر اساس افغانستان دوه نورې لوبې هم لري، چې سبا دوشنبه ایران او جمعې په ورځ ازبکستان سره د لوبې ډګر ته وځي.