ا ا ا په اماراتو کې سوداګرو ته: په افغانستان کې پانګونه وکړئ

May 19, 2022 - 15:31
 6
ا ا ا په اماراتو کې سوداګرو ته: په افغانستان کې پانګونه وکړئ

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، عربي متحده اماراتو ته تللي افغان پلاوي هلته له مېشتو افغان سوداګرو سره تر ليدنې وروسته له هغوی غوښتي، چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

دغه وزارت تېره ورځ په خپل ټويټر پاڼه لیکلي، چې مسوولينو افغان سوداګرو ته په دننه افغانستان کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.

وزارت وړاندې لیکلي، چې تللي پلاوي افغان سوداګرو ته په خطاب کې ویلي، اوسمهال په افغانستان کې فساد ختم شوی او د هر ډول پانګونې لپاره زمینه برابره ده.

دا د ا ا ا له واکمنېدو وروسته په عربي متحده اماراتو کې د چارواکو او افغان سوداګرو لومړنۍ ناسته ده چې کېږي.

دا لیدنه داسې مهال ترسره شوه، چې د ا ا ا  له واکمنېدو سره ډېرى افغان سوداګرو خپلې پانګې له افغانستانه بهر ته وویستلې.