د افغان نجونو خپګان؛ طالبان وایي ثانوي زدکړې د نوې پالیسۍ تر چمتو کېدو مخکې نشي پیلېدای

یو شمېر ځوانو نجونو له بي بي سي سره په خبرو کې ښوونځیو ته د نه پریښودل کېدو په ا ړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
۱۵ کلنه مینه وايي ''زده کړو ته له نه پریښودولو سره داسې احساس کوم چې ګواکې د مرګ جزا راکړل شوې وي. ''
نوموړې وايي د بدخشان ولایت په شمال ختیځ کې د دوی د ښوونځي له تړل کېدو راهیسې هغه او خورلڼې یې داسې احساس کوي چې ګواکې ورکې شوې دي.
۱۶ کلنه لیلا چې په تخار ولایت کې د هغوی ښوونځی د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته وتړل شو وايي: ''موږ د کور له کارونو پرته نور هېڅ هم نه کوو، موږ په یو ځای کې کنګل کړای شوي یو. ''
په داسې حال کې چې طالبانو ډاډ ورکړی چې ''ژر تر ژره '' د نجونو لپاره د ثانوي ښوونځیو دروازې پرانیزي له هغو مرکو چې بي بي سي د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د ښوونځیو له زده کوونکو او روغتیايي چارواکو سره کړې څرګندېږي چې نجونې ښوونځیو ته د نه پرېښودو له امله له خپګان سره مخامخې دي.
ښوونکې چې نژدې ټولو ته یې د تېر جون میاشتې راهیسې تنخواګانې نه دي ورکړل شوې ویلي چې رامنځ ته شوی حالت د نجونو پر روغتیا ناوړه اغیزه لري او یوې ښوونکې تور پورې کړ چې د ښوونځیو د تړل کېدو له امله یې درې زده کوونکې په کم عمر کې واده کړای شوې دي.
په کابل کې یوه سرښوونکې چې له خپلو زده کوونکو سره د واټسپ له لارې په اړیکه کې ده وايي: ''نجونې خوابدې دي له روحي پلوه ځورېږي، زه هڅه کوم چې هیله وروبښم خو ستونزمنه ده ځکه چې هغوی له ډېرې ناهیلۍ او خپګان سره مخامخې شوې دي. ''
ښوونکو دغه راز رپوټ ورکړی چې د لومړنیو ښوونځیو د زده کوونکو شمېر هم کم شوی دی، د هغو نجونو چې طالبانو د زده کړو اجازه ورکړې ده.
ښوونکې وايي کورنۍ د بې وزلې او امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي چې خپلې لورګانې ښوونځیو ته واستوي.
طالب چارواکو مخکې نه منله چې د نجونو پر ثانوي زده کړو ښکاره بندیز لګول شوی خو له بي بي سي سره په یوه مرکه کې د طالبانو د ښوونې مرستیال وزیر عبدالحکیم همت تایید کړه چې د ثانوي ښوونځیو نجونو ته به تر هغه د زده کړو اجازه ورنکړل شي چې په نوي کال کې ورته د زده کړو یوه نوې تګلاره جوړه شوې نه وي.
خو له دې سره سره له سیمه ییزو طالبانو سره د خبرو په پایله کې په ځینو سیمو کې ثانوي ښوونځي پرانستل شوي دي.
په شمالي ښار مزار شریف کې یوې سرښوونکې بي بي سي ته ویل دغلته هېڅ کومه ستونزه نشته او نجوني کولای شي چې د زده کړو لپاره ښوونځیو ته لاړې شي.
خو له همدې ښاره یوې زده کوونکې بیا بي بي سي ته ویل چې یوه ډله وسله وال طالبان نجونو ته وايي چې سرونه او خولې یې باید پټې وساتي چې له امله یې دریمه برخه نجونې اوس ښوونځيو ته نه ځي.
دغه زده کوونکې وايي: ''موږ خپل ژوند په لاس کې اخلو او له کوره وځو، هېڅوک نه خاندي، وضعیت ښه نه دی، موږ له اندېښنو سره ښوونځي ته ځو. ''
طالبانو د تېر سپتمبر په میاشت کې هلکانو ته ویل چې بېرته ښوونځي ته ستانه شي خو د نجونو یادونه یې ونکړه.
په دریو ولایتونو کې دریو سرښوونکو بي بي سي ته وویل دوی د نجونو ښوونځي هم پرانستي وو خو یوه ورځ وروسته ورته سیمه ییزو طالبانو ویل چې د نجونو ښوونځي بېرته وتړي او هېڅ دلیل یې هم وړاندې نه کړ.
یوې سرښوونکې ویلې له لومړې ورځې راهیسې یو شمېر نجونې د ښوونځي له دروازې سره ټولېدلې او پوښتنه یې کوله چې ښوونځی به کله پرانستل کېږي؟
لیلا چې غواړي په راتلونکې کې قابله یا ډاکټره شي وايي د ښوونځي وسایل یې په خپله کوټه کې په منظم ډول ساتلي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې لاس وروړي ځکه چې کېدای شي بېرته ښوونځي ته لاړه شي او بیا دغه وسایل وکاروي.
''کله چې زه په خپلې المارۍ کې خپل د ښوونځي جامې، کتابونه، پړونی او بوټان ګورم چې ایښي دي او کارولی یې نه شم ډېره خپه کېږم، ځکه ما هېڅکله نه غوښتل چې په کور کې کینم. ''
مینه بیا غواړي چې په راتلونکې کې جراح ډاکتره شي، خو باوري نه ده چې بیا دې د زده کړو اجازه ورکړل شي.
د نوموړې هغه ورځې په یاد دي چې ښوونځي کې به له خپلو خورلڼو سره له درسي ساعتونو مخکې په کتار کې درېده ملي سرود به یې وایه او خنداګانې به یې کولې.
''کله چې هغه شیبې رایادوم، خپه او راتلونکې ته ناهیلې شم ''
ښاغلي همت له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي و چې د نجونو پر ثانوي زده کړو کې ځنډ موقتی دی او کله چې د طالبانو حکومت باوري شي چې د نجونو د ښوونځیو لپاره فضا باوري ده نجونو ته به اجازه ورکړل شي چې ښوونځیو ته ستنې شي.
هغه د نجونو او هلکانو لپاره په جلا جلا ډول پر زده کړو ټینګار وکړ هغه څه چې وار دمخه په افغانستان کې ترسره کېږي.
له ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو په پخوانۍ دوره کې هم نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو منع کړای شوې وې.
په غزني ولایت کې یوې سرښوونکې چې د خپل نوم له څرګندولو یې ډډه کړې بي بي سي ته ویلي ''لږ ترلږه درې نجونې چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو نه کم وو د طالبانو له واکمنېدو راهیسې واده کړای شوې دي. ''
دغې سرښوونکې ویلې اندېښمنه ده چې نورې کورنۍ به هم خپلې کم عمره نجونې واده کړي ځکه چې اوس مهال په کور کې ناستې دي او هېڅ هم نه کوي.
په همدې حال کې له ماشومانو نه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یونېسف ویلي په افغانستان کې په کم عمر کې د نجونو د وادولو د رپوټونو په اړه ژوره اندېښنه لری.
په غور ولایت کې بیا یوې بلې سرښونکي ویلي چې نجونې د ښوونځیو له تړل کېدو ترڅنګ له نورو ستونزو سره هم مخامخې دي.
''فکر کوم زموږ ډېری زده کوونکې به مړې شې ځکه چې خوړو ته کافي خواړه نه لري او په ژمي کې د ګرمو جامو له کمښت سره هم مخامخې دي. تاسو دلته د بې وزلې هېڅ تصور نه شئ کولای چې څومره ډېره ده. ''