شاوخوا ۶ میلیونو اوکراینیانو ته بېرته برښنا برابره سوې ده.

Dec 18, 2022 - 21:22
 7

د اوکراین د برښنا کارګرو په تېر یوه شپه او ورځ کې شاوخوا شپږو میلیونو کسانو ته بېرته برښنا برابره کړه.

د روسیې د بریدونو په وروستۍ لړۍ کې د برښنایي شبکو په ګډون د دې هېواد ډېر بنسټیز تاسیسات زیانمن سوي دي.

خو د اوکراین د برښنا کارګر له دمې پرته د ویجاړو شویو برښنایي تاسیساتو په ترمیم لګیا دي.

هغه وویل: "نن ورځ اصلي شی د انرژۍ سکتور دی. د ورځې په اوږدو کې، موږ توانېدلي یو چې نږدې شپږ میلیونه اوکراینیانو ته برښنا بېرته راوړو.

د ترمیم چارې اوس روانې دي. دوی د پرونۍ تروریستي حملې څخه را وروسته خپل کار له ځنډ پرته جاري ساتلی."

روسیې وړمه ورځ د اوکراین پر بنسټیزو تاسیساتو څه باندې اویا میزاییل وایشتل چې په نتیجه کې یې ډېر ښارونه تیاره او اوسېدونکي یې دې ته اړ کړل چې له حرارت او اوبو پرته د تودوخې ترصفر درجې لاندې وضعیت وزغمي.

د کییف ښاروال ویتالي کیکلچو هم په یوه پيغام کې تایید کړه چې د برښنا د کارګرو د بې ځنډه کار په نتیجه کې د کییف دوه پر درېیمه برخه خلکو ته برښنا بېرته وصل شوه او د ټولو کورونو اوبه هم بېرته برابرې سوې.

د اوکراین د دویم ستر ښار خارکییف د ګڼو سیمو برښنا هم د روسیې په توغندیزو بریدونو کې پرې سوې وه.

د تازه راپورونو له مخې د خارکییف برښنا بېرته وصل سوې.

د اکټوبر له میاشتې راهیسې، په اوکراین کې د پوځي ناکامیو په پایله کې، مسکو د اوکراین د انرژۍ د شبکې او نورو ملکي زیربناوو په وړاندې هوايي بریدونه پیل کړي دي.

مسکو بیا د خپلو ګڼو نورو بریدونو په څېر دا وار هم پلمه راوړې چې ګواکې د اوکراین د پوځ اړوند تاسیسات په نښه کوي.

سکون راډیو