دهلمند له مرکزي زندان څخه ۲۱۸ تنه بنديان خوشي سول.

Dec 25, 2021 - 20:16
 15
دهلمند له مرکزي زندان څخه ۲۱۸ تنه بنديان خوشي سول.
یاد بندیان چې په بیلا بیلو نشیې توکو روږدي وه تر څلورو میاشتو روزنې او تداوۍ وروسته نن د خپلو کورنیو سره په داسي حال کې یو ځای سول چې دیني زده کړي هم ورکول سوي وې.
د هلمند مرکزي محبس مدیر عاطفد زندانیانو د خوشي کېدو پر مهال هغوۍ ته د خوشي کېدو د مبارکۍ ترڅنګ وویل چي نور د دې ناوړه او کرغېړنو توکو د اسعتمال څخه لاس واخلۍ او د خپلو کورنیو سره په ارامه فضا کي د خوښۍ ژوند تېر کړۍ.
ښاغلي عاطف وویل چي زندان د دې لپاره دی چې انسان پر تيرو بې رحمانه، بدو او بې ځایه کړونو پښېماني څرګنده کړي او د یوه نوي خوشحاله او ښه ژوند لپاره امادګي ونیسي او ټول هغه زندانیان چي د زندان څخه خوشي کېږي باید چې نور د کرغېړنو اعمالو څخه ځانونه او په دغسي اعمالو د ککړو خلکو مخنیوی وکړي.
خوشي سوو بندیانو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چي نور به هیڅکله د قانون خلاف کارونه ونه کړي او هغه ملګري او دوستان، چي یې په کوم کرغېړن عمل اخته وي دخوشي کېدو سره سم به یې مخنیوی وکړي او دوی ته به د ښه ژوند لاره وښیي.
دا لومړۍ ځل ندی چې دهلمند له مرکزي زندان څخه یو شمیر زندانیان خوشي کیږي بلکي له دي څخه وړاندې هم ګڼ شمیر په نشو روږدي کسان خوشي سوی دي.