حسینه جلال: د پلار روغتیایي وضعیت ته اندېښمن یو

Jan 10, 2022 - 11:21
 31
حسینه جلال: د پلار روغتیایي وضعیت ته اندېښمن یو

د کابل د پوهنتون استاد فیض الله جلال کورنۍ وایي، د هغه له توقیف ۲۴ ساعته تېرېږي، خو تراوسه نه دې توانیدلي چې ورسره اړیکه ونیسي.

د نوموړي لور حسینه جلال وايي چې د خپل پلار روغتیایي وضعیت ته اندېښنه لري.

حسینه وایي:" موږ د استاد روغتیایي وضعیت ته سخت اندېښمن یو او دې ته په پام چې یو عمر یې په افغانستان کې مبارزه کړې او په سیاسي، ټولنیز او د افغانستان په اکاډمیکه فضاکې یو ځای لري، له طالبانو مو غوښتنه دا ده چې استاد له قید او شرط پرته ژر تر ژره راخوشې کړې."

د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو هم پرون اجازه ترلاسه نه کړه چې له ښاغلي جلال سره وګوري.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد پرون په ټویټر کې ولیکل چې جلال یې د هغو څرګندونو د سپیناوي لپاره چې نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې کړې، توقیف کړی دی.

ښاغلي مجاهد ویلي چې جلال په خپلو څرګندونو سره خلک د نظام پر ضد لمسولي او د خلکو له حیثیت سره یې لوبې کړې.