زېلینسکی: روسي ځواکونو ته اوکرایین کې د افغان - شوروي جګړې پرتله زیات تلفات اوښتي

Apr 13, 2022 - 19:42
 6
زېلینسکی: روسي ځواکونو ته اوکرایین کې د افغان - شوروي جګړې پرتله زیات تلفات اوښتي

د اوکرایین ولسمشر ولودویمر زېلینسکي ویلي، روسي ځواکونو د تېرو ۴۸ ورځو په جګړه کې خورا درانه زیانونه لیدلي دي.

نوموړی په یوه ویډیويي وینا کې وايي: ''په یاد مو دي چې روسیې ویلي و، په ۴۸ ساعتونو کې به کیېف ونیسي، دا دی ۴۸ ورځې تېرې شوې، د روسي ځواکونو تلفات داسې کچې ته رسېدلي چې شوروي ځواکونو (دومره تلفات) د افغانستان په لس کلنه جګړه کې نه وو لیدلي. ''

د یادونې ده، چې د اوکرایین پر پلازمېنه کیېف د روسي ځواکونو یرغل چې د فبرورۍ پر ۲۴ مه پیل شوی و، له درنو تلفاتو وروسته په ټپه ودرېد.

شنونکي وايي، مسکو په لومړي سره د اوکرایینی مقاومت او نسبتاً کمزوري دفاعي ځواک په ارزونه کې تېروتنه کړې.

روسي ځواکونه د تېلو، مهماتو او خوړو په څېر لومړنیو اړتیاوو پوره کولو کې هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ وو.

د دوی ګڼ شمېر پوځي ګاډي په نیمه لار کې ولاړ پاتې وو، چې وروسته اوکراییني تراکتورونو یوه بل لور ته راکاږل.

روسي ځواکونه اوس د پلازمېنې کیېف له شاوخوا سیمو په بشپړه توګه وتلي او د ختیځو دونیڅک او لوهانڅک سیمو په شاوخوا کې خپل قوت سره یو ځای کوي.

ښاغلي زېلینسکي دغه راز د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن هغه څرګندونې 'د یوه رښتیني ' مشر رښتیا خبرې بللې چې وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین په اوکرایین کې توکمیزه ډلوژنه کوي.

د یادونې ده چې ولسمشر جو بایډن لومړی ځل 'دیکتاتور ' ولادیمر پوتین په اوکرایین کې په توکمیزه ډلوژنه تورن کړ.

د لوا ایالت په مینلو کې د خبرو پر مهال ولسمشر بایډن د روسیې پر ولسمشر ولادیمر پوتین تور پورې کړ، چې په وینا یې په اوکرایین کې توکمیزه ډلوژنه کوي.

په دیس موینس هوايي ډګر کې له ښاغلي بایډن په دې هکله پوښتنه وشوه، نوموړي په ځواب کې وویل: ''هو، زه دا توکمیزه ډلوژنه بولم. دا اوس لا زیاته څرګنده شوې، چې پوتین هڅه کوي، د اوکراییني کېدو وجود له یوه سره محو کړي. په دې اړه شمېر ډېرېږي، په دې تړاو لا ډېر ثبوتونه مخې ته راځي چې روسیانو په اوکرایین کې په لوی لاس بوږنونکي فعالیتونه تر سره کړي دي. ''

نوموړي زیاته کړه، په نړیواله کچه به قانونپوهان معلومه کړي، چې داسې نه ده او که خو په وینا یې 'ماته همداسې ښکاري. '