پوتین: د اوکراین د برښنا په زیربناوو بریدونه به دوام ولري

Dec 9, 2022 - 15:50
 18
پوتین: د اوکراین د برښنا په زیربناوو بریدونه به دوام ولري

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ویلي چې د اوکراین د برښنا په شبکې بریدونه به دوام ولري او د دا ډول بریدونو د پیل ملامتي یې په اوکراین واچوله.

ښاغلي پوتین پنجشنبه ډسمبر ۸ (لیندۍ ۱۷) په کرملین کې په یوې لمانځغونډې کې چې نظامي افسرانو ته پکښې مډالونه ورکول کیدل، په اوکراین ملامتي واچوله چې په ملکي زیربناوو بریدونه یې پیل کړي.

ښاغلي پوتین په هغه پله برید ته اشاره وکړله چې د کریمیا ټاپو د روسیې سره نښلوي. د روسیې جمهور رئیس څه موده وړاندې دې سیمې ته ورغلی و.


پوتین پخپلو خبرو کې وویل، " د ګاونډي هیواد (اوکراین) د برښنا په زیربناوو زمونږ د بریدونو په هکله ډیرې چغې وهل کیږي خو دا به زمونږ د جګړې په ماموریت کې مداخله ونکړي".

د روسیې جمهور رئیس داسې مهال د دې بریدونو د دوام خبر کوي چې د مخکنیو بریدونو له کبله په اوکراین کې میلونونه کسان برښنا نلري او د ژمې دا سړې شپې په تیارو او یخنۍ کې تیروي.

په اوکراین کې وار د مخه خلک د اوبو، کورونو د ګرمولو د موادو او ګاز د کمښت له کبله د ګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي او له بلې خوا د څو اوونیو راپدیخوا روسیې د دې هیواد د برښنا په مهمو زیربناوو بریدونه روان ساتلي.