سویډن له افغانستان سره څه باندې اووه میلیون ډالر مرسته وکړه

Apr 13, 2022 - 16:38
 5
سویډن له افغانستان سره څه باندې اووه میلیون ډالر مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د ۲۰۲۲ میلادي کال لپاره له افغانستان سره د سویډن د تازه مالي مرستې خبر ورکړ.

اوچا د چهارشنبې په ورځ اپرېل ۱۳ (وري ۲۴) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې سویډن د افغانستان بشر دوستانه صندوق سره د ۷۰ میلیون کرون چې ۷.۲ میلیون ډالر کیږي مرسته وکړه.

سویډن له افغانستان سره درېیم لوی مرسته کوونکی هیواد دی چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس د ۲۰۱۴ میلادي کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله یې له افغانستان سره څه باندې ۸۲ میلیون امریکايي ډالر مرسته کړې ده.

پر همدې مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د ۲۰۲۲ میلادي لپاره د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره د استرالیا، بلجیم جرمني، قبرس، کاناډا، انډورا، ډنمارک، ایسلنډ، ایرلنډ، لوګزامبورګ، مالټا، هالنډ، ناروې، سویډن، فلیپین او سویس له همکارۍ څخه مننه کړې ده.

یوناما ویلي چې یادې مرستې به له میلیونونو افغانانو سره مرستې وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي:"نن سبا په افغانستان کې څه باندې نیمايي وګړي ژوند ژغورونکو مرستو ته اړتیا لري."

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس اوس مهال شاوخوا ۲۳ میلیون افغانان له سختې لوږې سره مخ دي او د دغه هیواد ۹۵ سلنه اوسېدونکي کافي خواړه نلري.دغه سازمان همدارنګه ویلي چې ۱۰ میلیون افغان ماشومان د ژوندي پاتي کېدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کیده چې تیره اونۍ د ملګرو ملتونو، قطر او جرمني په کوربتوب مرسته کوونکو هیوادونو افغانستان ته د بشري مرستو جلبولو کنفرانس کې په ۲۰۲۲ میلادي کال له دغه هیواد سره د ۲.۴میلیارد بشري مرستې ژمنه وکړه.

په دغه ناسته کې د امریکا متحده ایالاتو، برتانیې او اروپايي ټولنې د مالي مرستو ژمنې وکړې د امریکا د بهرنیو چارو وزات تر یاد کنفرانس وروسته وویل چې له افغانانو سره به ۲/۴میلیون ډالره نوره مرسته هم وکړي.