عبدالسلام حنفي له ملګرو ملتونو د نیمګړو پروژو د بشپړولو غوښتنه کړې ده

Dec 8, 2021 - 10:11
 7
عبدالسلام حنفي له ملګرو ملتونو د نیمګړو پروژو د بشپړولو غوښتنه کړې ده

د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې څخه د هغو نیمګړو پروژو د بشپړولو غوښتنه کړې ده چې د تېر نظام په وخت کې پیل سوې وې خو چارې یې نیمګړې پاتې سوې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي دغه راز له نوموړې سره په لیدنه کې د افغانستان د ملي پانګې پر ازادولو هم ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې دیبورا لاینز ویلي چې د افغانستان ا.ا غوښتنې به له ملګرو ملتونو سره شریکې کړې.

دغه راز نوموړې د افغانانو د امنیت پر تامین د ټینګار ترڅنګ د ښوونکو او روغتیایي پرسونل د معاشونو د ورکړې ژمنه هم کړې ده.

د یادونې ده چې پرون په کابل کې د ملګرو ملتونو استازې او د یونما مشرې دیبورا لاینز د بهرنیو چارو له سیاسي مرستیال شیر عباس ستانکزي سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې به خپل فعالیتونه پراخوي.

د نوموړې په خبره دوی په همدې موخه په افغانستان کې خپل ټول دفترونه پرانیستي دي او ټول کارکوونکي یې خپلې دندې ترسره کوي.

لاینز همدا راز وایي دوی ددې غوښتونکي دي چې ټول هېوادونه بېرته خپل سفارتونه په افغانستان کې پرانیزي او په وینا یې اوس یې د ماموریت ستره برخه د سفارتونو د پرانیستلو لپاره د هېوادونو هڅول دي.

لاینز یو ځل بیا ژمنه کړې چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او ددې هیله لري چې وکړای سي د روان بحران په کنټرول کې اغېزناک تمام سي.