پاکستان ته ۱۸۲ زره افغانان د وېزو له لارې تللي دي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، له هغه وروسته چې د وېزې ورکړه انلاین سوې ده، اسانتیا پکښې راغلي نو شاوخوا ۱۸۲ زره کسان پاکستان ته د وېزو له لارې ورغلي دي.
نوموړی وایي له دې ډلې ۱۲ زره یې د پاکستان له لارې بهرنیو هېوادونو ته تللي دي، له څلوېښتو زرو تر پنځوسو زرو یې د ملګرو ملتونو له لارې په بېلو هېوادونو کې د پنا غوښتنه کړې ده او ځينې یې بیا په دې هېواد کې مېشت سوي دي.
پاکستاني لوري ویلي چې دوی د وېزې ورکړه نوره هم اسانه کوي او په دې لټه کې دي چې وکړای سي د افغانانو ستونزې حل کړي او د ډېرې ګڼې ګوڼې مخنیوی وکړي.
په ورته وخت کې د طا لبانو مشر ملا هبت الله په تازه خپاره کړي پیغام کې له هېواده د زرګونه کسانو تګ د اندېښنې وړ مسئله بللې ده او په خبره یې د والیانو او چارواکو مسوولیت دی چې په دې تړاو ځینې اقدامات ترسره کړي.
د ده په خبره هره ورځ زرګونه کسان له افغانستان وځي، چې دلته یې د کورنیو د اندېښنې سبب ګرځي او تر څنګ یې په دې کې د افغانانو ښه استعدادونه سته چې په بهر کې په بې مانا کارونو بوخت وي.