امریکا له افغانستان سره د مرستې میکانیزم په تړاو نوی پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړ

امریکا متحدو ایالتونو د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا ته له افغانستان سره د بشري مرستو میکانیزم اړوند یوې نوې طرحې مسوده وړاندې کړې، چې له مخې به یې طالبان دې مرستو ته لاسرسی نه لري.
پرون روسیې او چین د داسې یوې طرحې مسوده د وټو حق له لارې رد کړې وه.
د فرانسې خبري اژانس د یوه دیپلومات له قوله ویلي، چین او روسیه د پروني وړاندیز سوي پرېکړه لیک د یوې مادې لېرې کولو غوښتنه درلوده، چې له مخې به یې ''کنګل سویو شتمنیو ته په هر مورد کې د اړتیا له مخې د لاسرسي اجازه '' ورکول کېده.
دیپلوماتیکې سرچینې وايي، د لومړني پرېکړه لیک مسوده نه یوازې د چین او روسیې له لوري، چې د امریکا رقیبان بلل کېږي، بلکې د چین، هند، فرانسې او بریتانیا له لوري هم رد سوې وه.
امریکا متحدو ایالتونو اوس یوه نوې مسوده چې فرانسې خبري اژانس یې یوه کاپي لیدلې، د امنیت شورا ته وړاندې کړې، چې ۱۵ غړي هېوادونه لري.
په نوې مسوده کې راغلي، چې ''د یوه کال لپاره بشري مرستې او هغه ټول فعالیتونه چې افغانستان کې لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي، د ۲۰۱۵ کال له ۲۲۵۵ شمېرې پرېکړه لیکه سرغړونه نه ده، چې د طالبانو په تړاو لګول سوي دي. ''
امریکايي چارواکي وايي، حکومت یې پر داسې لارو چارو غور کوي، چې له مخې یې افغان ولس ته مرستې ورسول سي.
بل لور د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په خپله اونیزه غونډه کې وویل: ''کله چې د بشري مرستو خبره کېږي، له افغانستان سره د بشري مرستو برخه کې امریکا متحده ایالتونه په ټوله نړۍ کې مخکښ دی. ''
نوموړي زیاته کړه: ''خو دا داسې څه نه دي، چې امریکا متحده ایالتونه یې په یوازې سر تر سره کړي. ''