جک سولیوان ایران سره د اټمي تړون خبرو د پای خبرداری ورکړ

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان خبرداری ورکړ چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د احیا لپاره روانې ډپلوماټیکې هڅې به ښایي په څو اونیو کې پای ته ورسېږي.
ښاغلي سولیوان له اسرائیله د کتنې په ترڅ کې پرون چهارشنبه (د مرغومې ۱) خبریالانو ته وویل، واشنګټن او متحدان یې د یوه مهال وېش له مخې له ایران سره پر اټمي موضوع خبرې مخته وړي.
نوموړي زیاته کړه، یوه مشخصه نېټه نه سي په ډاګه کولی، خو د بندو دروازو تر شا د مهالویش په اړه خبرې کوي او هغه به اوږدې نه وي.
هغه په دې اړه چې دغه خبرې به څومره وخت دوام وکړي؟ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې څو اونۍ.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې ویل کېږي د اترېش په پلازمېنه ویانا کې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټمي تړون د احیا لپاره خبرې پڅې مخ ته ځي.
په عین حال کې متحدو ایالاتونو اندېښنه ښوولې چې د ایران له خوا د اټمي وسلو د ترلاسه کولو وخت دومره لنډ سوی چې هغه د نه منلو دی.
تهران دا ردوي چې ګنې د اټمي وسلو په لټه کې دی.