پاپ فرانسس په واتیکان کې له یوې افغانې کورنۍ سره لیدلي

Dec 23, 2021 - 15:01
Dec 23, 2021 - 15:02
 5
پاپ فرانسس په واتیکان کې له یوې افغانې کورنۍ سره لیدلي

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسس پرون چهارشنبه(د مرغومې ۱) په واتیکان کې له هغې افغان کورنۍ سره ولیدل چې یو ماشوم یې ناروغ و او ده ورسره مرسته کړې وه چې په ایټالیا کې مېشته سي.

د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې پاپ پرون له عمومي وعظ وروسته له دغې کورنۍ سره ولیدل او یو ځل بیا یې اروپایي هېوادونه دې ته وهڅول چې د کډوالو په منلو کې خپل مسوولیت پرځای کړي.

نوموړي زیاته کړه، یوازینی کار چې کولی سئ دا دی چې یوه دروازه پرانیزئ.

دغه فرصت په دغه کرسمس کې له لاسه مه ورکوئ.

پاپ فرانسس د ډسمبر له دوهمې نه تر شپږمې پورې قبرس او یونان ته د سفر پر مهال دا وموندله چې د دغې افغان کورنۍ یو نیم کلن ماشوم درملنې ته اړتیا لري.

واتیکان د دغې افغان کورنۍ هویت نه دی په ډاګه کړی او نه یې هم ویلي چې ماشوم یې څه ډول درملنې ته اړتیا درلوده.