روسيې د اوکراين پر پلازمېنه تازه بريدونه کړي!

Oct 17, 2022 - 15:24
 4
روسيې د اوکراين پر پلازمېنه تازه بريدونه کړي!

پر کیف او جنوبي ښار دنیپروپیتروسک دا هوایي بریدونه یوه اوونۍ وروسته تر هغه کېږي چې پر اوکراین د روسیې د لسګونه توغندیو په برید کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل سول.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشر اندری ییرمک پر خپله ټیلګرام پاڼه لیکلي، کیف باندې د کامیکازه په نوم بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله برید سوی دی.

روسیه په دې وروستیو کې وخت نا وخت د اوکراین پر مېشت ځایونو او زیربناوو په ځانګړې توګه د انرژۍ پر ستیشنونو بریدونه کوي.

د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، چاودنو نن سهار کیف ښار لړزولی او ده د عیني شاهدانو په حواله لیکلي چې لږ تر لږه درې چاودنې سوي دي.

کلیچکو پر ټیلګرام چینل لیکلي، د ژغورنې ټیمونه د چاودنو سیمو ته روان سوي او جزیات به وروسته خپاره کړي.

د نوموړي په خبره په ښار کې د خطر زنګ وهل کېږي او له خلکو غوښتل کېږي چې په کورونو کې پاتې سي.

د اوکراین په جنوب کې د دنیپروپیتروسک ښار د انرژۍ پر تاسیساتو هم د تېرې شپې پر مهال له شوي برید وروسته اور بل سوی دی.

د دغه ښار والي ولنټاین ریزنیخینکو ویلي، د دوی دفاعي ځواکونو "د دښمن درې توغندي شنډ کړي دي."

یوه اونۍ وړاندې، د اکتوبر په ۱۰مه روسیې پر اوکراین له میاشتو ځنډ وروسته خونړي توغندیز بریدونه وکړل چې لږ تر لږه ۱۹ کسان یې ووژل او ۱۰۵ نور یې ټپیان کړل.

پر دغو هوایي او توغندیزو بریدونو سربیره دا مهال د اوکراین او روسیې ځواکونه د دونباس سیمې په دوو ښارونو کې سخته جګړه کې ښکیل دي.

سملاسي د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی، خو د هوایي بریدونو له کبله پر یوې نا هستوګنیزې ودانۍ اور لګېدلی او څو اپارتمانونه یې نړولي دي.

ســـکون راډيــو