پاکستانی پوځ: تېره یوه میاشت شمالي وزیرستان کې ۱۸ پوځیان وژل سوي!

Oct 17, 2022 - 18:33
 52
پاکستانی پوځ: تېره یوه میاشت شمالي وزیرستان کې ۱۸ پوځیان وژل سوي!

پاکستاني پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یوازې په تېره یوه میاشت کې په شمالي وزیرستان کې ۱۲ ترهګریزي پېښې رامنځته سوې دي چې پر مهال یې ۱۸ پوځیان، اته ترهګر او پنځه عام وګړي وژل سوي دي.

د پوځ تر خبرپاڼې وروسته ځایي خلکو ویلي، دا پېښې د پاکستان د څارګرې ادارې په مرسته ترسره کېږي او ادعا کوي چې د دې پېښو له امله تر امنیتي ځواکونو ډېر ملکي وګړي زیانمن سوي دي.

ځایي خلک وایي، پاکستان له دې امله په شمالي وزیرستان او بلوچستان کې ورته کړنې ترسره کوي چې هلته د پښتنو او بلوڅو خوځښتونه غلي کړي.

ســـکون راډیو