د ارورا کلنۍ جایزه 'جمیلې افغاني' ته ورکړل سوه!

Oct 16, 2022 - 16:32
 4
د ارورا کلنۍ جایزه 'جمیلې افغاني' ته ورکړل سوه!

د بشریت د ویښتیا لپاره د ارورا اوومه کلنۍ جایزه جمیلې افغاني ته ورکړل سوه چې د بشري حقونو افغان مدافع، د تعلیم ملاتړې او د نور په نوم د تعلیمي او ظرفیت لوړونې سازمان مشره ده.

د نړیوالو اژانسونو په وینا جمیلې افغاني د خپل ژوند ۲۵ کاله تحصیل ته د ښځو لاسرسي ته وقف کړی دی.

د اکټوبر له څوارلسمې تر ‍۱۶مې د ایټالیا په وینیس ښار کې د ارورا بشردوستانه ابتکار په کوربه توب په لوړه کچه غونډې پر مهال د هغې د هڅو درناوی وسو.

ارورا بنسټ وايي د ۲۰۲۱م کال تر اګست میاشتې مخکې د جمیلې افغاني په بنسټ کې تر سل زره زیاتو ښځو د سواد د زده کړې په پروګرامونو کې نوم­لیکنه کړې وه او نور بنسټ تر لسو زرو زیاتو هغو ښځو ته قانوني مرسته او رواني ملاتړ برابر کړی، چې د کورني تاوتریخوالي ښکار سوې وې.

د ارورا جایزه له ۲۰۱۶م کال راهیسې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د بشردوستۍ په برخه کې یې کار کړی وي.

دغه جایزه د ارمنستان د نسل وژنې د خپل- خپلوانو په استازیتوب ورکول کېږي.