ائتلاف: سوریه کې به د داعش د ګواښ پرضد هوايي حملې وکړو

Jan 5, 2022 - 15:58
 5
ائتلاف: سوریه کې به د داعش د ګواښ پرضد هوايي حملې وکړو

د امریکا د متحدو ایالاتونو په رهبرۍ ائتلاف چې په سوریه کې د داعش ډلې پرخلاف جنګېږي، وايي پرون یې د داعش د قریب الوقوع ګواښ پرضد هوايي حملې وکړې.

د سوریې په شمال کې دا حملې داسې وخت کېږي چې د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژل کېدو دوه کاله پوره سول.

امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی و، په دې مناسبت ښايي په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو احتمالي حملې زیاتې سي.

سلیماني دوه کاله مخکې د عراق د پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته نږدې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل سو.

د ائتلافي ځواکونو یوه چارواکي په اعلامیه کې ویلي، د سوریې په شمال کې دا تازه حملې وروسته تر دې وسوې چې د توغندیو د توغولو ګڼې ساحې تثبیتې سوې چې یو قریب الوقوع ګواښ ګڼل کېدې.

ګومان کېږي، په پام کې وو په دغو توغندیو په فرات دره کې د امریکايي ځواکونو پوځي اډه په نښه سي.

په دې ساحه کې لا هم د داعش جنګیالي فعال دي او امریکايي ځواکونه په کې د سوریې له ډموکراټیکو ځواکونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.