د قرغیزستان او تاجکستان د ځواکونو ترمنځ بیا نښتې شوي

د قرغیزستان او تاجکستان د ځواکونو ترمنځ بیا نښتې شوي او دواړو هېوادونو دا جګړې شدیدې بللې دي.
قرغیزستان وايي، په دې نښتو کې يې ۳۶ تنه وژل شوي او ۸۷ نور ژوبل شوي دي.
تاجکستان تراوسه د خپلو مرګ ژوبلو په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو د ازادي راډیو تاجکي څانګې د سیمې د اوسېدونکو په قول راپور ورکړی چې ۳۹ تاجکان هم وژل شوي دي.
د دواړو خواوو ترمنځ د تېرې اوونۍ په لومړیو کې جګړې له دې سره سره بیا پیل شوې چې دواړو خواوو پخوا اوربند کړی و.
تراوسه پورې د پرونیو نښتو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.