نیمروز کې غلا سوې سراچه ډوله موټر خپل مالک ته وسپارل سو.

Oct 26, 2022 - 16:36
 13
نیمروز کې غلا سوې سراچه ډوله موټر خپل مالک ته وسپارل سو.

نیمروز کې غلا سوې سراچه ډوله موټر خپل مالک ته وسپارل سو

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د نيمروز ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر حاجي شاولي "ضرار" د غلا سوي سراچه ډوله موټر د تسليمېدو په اړه وويل، يو کس چې یو عراده سراچه ډول موټر يې له موټر پلورنځي څخه د رانیولو په پلمه د چک لپاره ایستلی ؤ وروسته یې غلا کړی ؤ د موټر خاوند وروسته له امنیتي ځواکونو سره د موټر د غلا په اړه یې خبر ورکړ د امنیتي منسوبینو له خوا سمدستي هڅې پیل سوې او موټر یې د زرنج ښار د څلورمې امنیتي حوزې په سیمه کې، چې یو ځای ته یې انتقال کړی ؤ پیدا سو.

ښاغلي "ضرار" همداراز زیاته کړه چې د دې قضیې په تړاو څوک نه دی نیول سوی خو د غل د نیولو او د قانون منګولو ته د سپارلو په موخه پلټنې روانې دي.

په ورته مهال شیرآغا د موټر خاوند د امنیتي ځواکونو له هڅو مننه او قدرداني وکړه او د زرنج له ښاریانو یې وغوښتل چې له امنیتي مسؤولینو سره همکاري وکړي.

دا په داسی حال کې ده چي ا.ا هڅه کوي تر څو د غلو مخه ونیسی او راتلونکې کې د غلو څخه هیوادوال په امن کې وی.