په نیمروز کې ۲۳۶ ویلچرونه پر معلولینو ووېشل سوه.

Oct 26, 2022 - 16:41
 11
په نیمروز کې ۲۳۶ ویلچرونه پر معلولینو ووېشل سوه.

په نیمروز کې ۲۳۶ ویلچرونه پر معلولینو ووېشل سوه

د باختر خبري آژانس د راپور پر اساس، د نيمروز ولايت د شهيدانو او معلولينو رئيس قاري عبدالسلام "مجذوبي" د ويلچيرونو د وېش په اړه وويل، چې ۲۳۶ ويلچرونه د (IHH) موسسې له خوا د شهيدانو او معلولينو له رياست سره په همغږۍ د نیمروز ولایت هغو معلولینو ته چې پخوا پدې ریاست کې ثبت سوي وو، ووېشل سول.

هغه زیاته کړه، پلان لرو چې ډېر ژر د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو پر کورنیو نورې مرستې هم وویشو.

د IHH موسسې استازي عبدالحنان "ظريفي" وويل، چې د ویلچرونه د وېش موخه په نيمروز ولايت کې د معلولينو د ستونزو کمول دي او موږ به په ټول هېواد کې د معلولينو لپاره ویلچرونه وويشو. 

له مرسته څخه ګټه اخیستونکي د شهیدانو او معلولینو له ریاست څخه د مننې ترڅنګ د همکارو موسساتو څخه هم د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

دا په حال کې ده چي افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د معلولینو لپاره دا ډول مرستو ته اړتیا لیدل کیږي.