د ايران ولسمشر د لاتيني امريکا يو شمېر هېوادونو ته سفر کوي

Jun 8, 2023 - 22:53
 12
د ايران ولسمشر د لاتيني امريکا يو شمېر هېوادونو ته سفر کوي
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به راتلونکې اوونۍ له کیوبا، نیکاراګوا او وینزویلا څخه کتنه ترسره کړي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، د رییسي سفر د لاتیني امریکا دغو هېوادونو ته د هغوی د ولسمشرانو په بلنه ترسره کېږي.
د راپور له مخې ټاکل سوې چې، د رییسي په دې سفر کې به چې نوموړی یې په نیت د جون په ۱۱مه له تهرانه روانېږي، د ایران او د دغو درېیو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي، سیاسي او علمي برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا سندونه هم لاسلیک سي.
د سیمې درې واړه هېوادونه چې کین اړخي رژیمونه یې له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دي، د ایران نږدې متحدین بلل کېږي.
ایران او وینزویلا د اوپیک یا د تېلو د تولید او صادراتو د سازمان غړي دي.