د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کي د هلمند سټار مرکزي جمنازیوم کي د فوټسال لوبي دوهم پړاو سیالۍ پیل سوې.

Jun 10, 2023 - 12:04
 24
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کي د هلمند سټار مرکزي جمنازیوم کي د فوټسال لوبي دوهم پړاو سیالۍ پیل سوې.

د فوټسال سیالیو ددې جام مالي ملاتړ کوونکي حاجي سید احمد نورزي او حاجي توریالي نورزي وویل ددې ډول سیالیو څخه یې موخه د ځوانانو تشویقول او ورزش ته هڅول دي، تر څو ورزش ته مخه کړي او د ناوړه کارونو څخه را وګرځي.

دوی وايي د فوټسال لوبي ته په دې وروستیو کي د ورزشکارانو او مینه والو توجه زیاته سوې، چي موږ هم ورته دوهم پړاو دفوټسال سیالۍ پیل کړي.

 هلمند کي د فوټسال فدراسیون مسئول صدیق الله صدیقي وایي په دغه سیالیو کي د مرکز لښکرګاه ښار په ګډون ولسوالیو څخه ۱۶ لوبډلو برخه اخیستې ده،چي ټولې لوبي به یې ۱۷ ورځي وخت ونیسي.

د نوید الله او بریالي په نوم د فوټسال لوبي لوبغاړو له دې سیالیو خوښي وښودل،له مسئولینو او سوداګرو یې مننه وکړل چي د دا ډول سیالیو زمینه ورته برابروي،دوی له تجارانو څخ غوښتنه وکړل،چي دځوانانو لپاره دې د دا ډول لوبو زمینه برابره کړي.

 هلمند کي دوهم پړاو فوټسال سیالۍ په داسې حال کي پیل سوې،  چي اته میاشتي وړاندې هم په یاد ولایت کي د رمضان جام په نوم دفوټسال رسمي لوبي ترسره سوې وي.

سکون راډیو