پاکستان کې منځمهاله ټاکنې؛ عمران خان یې د ځان د محبوبیت په اړه 'ټولپوښتنه' بولي.

Oct 15, 2022 - 21:23
 28
پاکستان کې منځمهاله ټاکنې؛ عمران خان یې د ځان د محبوبیت په اړه 'ټولپوښتنه' بولي.
پاکستان کې منځمهاله ټاکنې؛ عمران خان یې د ځان د محبوبیت په اړه 'ټولپوښتنه' بولي.
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان د هغه هیواد د یکشنبې ورځې منځمهاله ټاکنې چې له اتو څوکیو څخه یې اوو ته ځان کاندید کړی، د خپل محبوبیت لپاره یوه "ټولپوښتنه" بولي.
منځمهاله ټاکنې په سیاسي ناندرو کې وروستی مورد دی چې د اپریل په ۱۰ نیټه د پارلمان د عدم اعتماد رایې له امله د عمران خان تر ګوښه کیدو وروسته، پیل سوی دی.
دغه ټاکنې په داسې حال کې ترسره کیږي چې په پاکستان کې څه باندې ۳۰ میلیونه کسان د وروستیو سیلابونو او اورښتونو له امله زیانمن سوي او د هغه هیواد له دریو څخه یوه برخه تر اوبو لاندې سوې ده.
د پاکستان په ټاکنو کې کاندیدان کولی سي څو څوکیو ته ځانونه کاندید کړي.
که هغوی له یوې څخه زیاتې څوکۍ وګټي کولی شي انتخاب وکړي چې کومه څوکۍ ساتې او بیا باید وروسته د ګټل سویو څوکیو لپاره رای ګیري وسي.