د یو شمېر نړیوالو مرستندویه موسساتو مسولینو له هلمند والي سره وکتل

Jan 6, 2022 - 14:14
 43
د یو شمېر نړیوالو مرستندویه موسساتو مسولینو له هلمند والي سره وکتل
د یو شمېر نړیوالو مرستندویه موسساتو مسولینو له هلمند والي سره وکتل

تیره ورځ چهارشنبه له غرمې مخکي د کندهار څخه د یو شمیر نړیوالو مرستندویه موسساتو مسولینو د هلمند والي عبدالاحد ( طالب) سره په داسي حال کې ولیدل چې د ولایت مقام مرستیال حزب الله مولوي او د مختلفو ادارو ریسانو ګډون درلود.

د کتني په پیل کې د موسساتو مسولینو هر یوه په خپل وار د خپلې ادارې اړوند راپور د ولایت له رهبرۍ سره شریک کړ او وویل چې دوی به په پوره توان سره تلاش وکړي ترڅو ولس ته پر وخت غوره خدمات وړاندي کړي.

د ملګرو ملتونو د چارو د همږغۍ دفتر د جنوبي زون مسول عبدالله آغا د خبرو پرمهال وویل چې د روان ۲۰۲۲ کال لپاره يې دهلمند ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د بیوزله کورنیو سره د مرستو په برخه کې ځیني پروژې ترتیب کړي دي چې ډېر ژر به ترسره سي چې په دې سره به د بیوزله کورنیو لاسنیوی سوی وي.عبدالله آغا زیاته کړه چې تېر کال کې یې هم په جنوبي زون او هلمند ولایت کې ګڼې مرستې ترسره کړي دي چي په سلګونه زره کورنیو ته يې په بېلا بیلو وختونو کې دخوراکې او غیر خوراکې توکو مرسته رسولې ده او دا مرسته لا هم اوس په ځینو ولسوالیو کې جریان لري.

په غونډه کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ حوزوي مسول حاجي عبدالسمیع د ماینونو د خطرونو د پوهاوي پروګرامونو دوام ته په اړتیا درلودلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې زموږ د ټیمونو د سروی له مخي په ۲۰۱۹ میلادی کال کې د ۸۰ سلنه د ماینونو قربانیان ماشومان وه. د ده په وینا چې زموږ د دفتر موخه د هغه ځایونو او سیمو څخه چې ناچاوده توکي او ماینونه پکښې شتون لري د هغه سیمي پاکول او د خلګو ژوند ژغورل دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان حوزوي مسول رحمت الله رحماني هلمند یو جنګ ځپلی ولایت یاد کړ او زیاته یې کړه چې د مهاجرت نړیوال سازمان د هلمند ولایت په مختلفو سیمو او ولسوالیو کې د خلګو سره نغدي، خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته کړي ده. د ده په خبره چې په تېر ۲۰۲۱ میلادي کال کې د مهاجرت نړیوال سازمان له لوري په هلمند ولایت کې تر ۱۵۰۰۰ زیاتو بېوزله او اړمنو کورنیو سره مرسته سوې ده، چې د مرستو دا لړۍ اوس هم په واشیر ،نوزاد او یو شمیر نورو ولسوالیو کې دوام لري. ده همدا راز زیاته کړه چې د جنګ ځپلو، بیوزلو او د ورستیو اورښتونو او سیلابونو له زیانمن سويو کورنیو سره به ډېر ژر د ۲۰۰ نغدي ډالرو، کمپلو، خیمو، خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وسي. ښاغلي رحماني زیاته کړه چې په نوزاد او واشیر ولسوالیو کې د ورستیو اوښتونو او سیلابونو د ۷۰۰۰ زیانمن سویو کورنیو سره به مرسته وسي د ده په خبره چې د یادو ولسوالیو اوسیدونکي بشري او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د هلمند والي طالب مولوي صاحب د خبرو پرمهال وویل د ټولو نړیوالو مرستندویه ادارو مرستې چې په دې ولایت کې يې د بیوزله کورنیو سره ترسره کړي دې د ستاینې وړ دي او د راتلونکې پروګرامونو د ترسره کېدو په برخه کې يې هم ولایتي اداره بشپړ ملاتړ کوي. مولوي صاحب هلمند د مساحت په لحاظ پراخ ولایت یاد کړ او له مرستندویه ادارو څخه یې غوښتنه وکړه چې هلمند ولایت ته دي خپله پاملرنه زیاته کړي.

د یادوني وړه ده چې د هلمند والي په بېلابیلو برخو کې د موسساتو کړنې د ستاینې وړ وبللي او زیاته یې کړه چې باید ټول په پوره همغږۍ سره تردې هم غوره خدمات په بیلا بیلو برخو کې ولس ته وړاندي کړي تر څو د جنګ ځپلي هلمند اقتصاد وده وکړي او د بیکارۍ کچه راټیټه سي.