د افغانستان تر ټولو بوډا کس د ۱۴۴ کالو په عمر ومړ!

Jan 5, 2022 - 19:02
 12
د افغانستان تر ټولو بوډا کس د ۱۴۴ کالو په عمر ومړ!

داسې حال کې چې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و چې د نړۍ تر ټولو بوډا کس په جاپان کې خپله 119مه کلیزه ونمانځله؛ په تا. لبانو پورې اړوندې خبرپاڼه کې راغلي چې د نړۍ تر ټولو سپین ږیری کس په افغانستان کې وو چې په 144 کلنۍ باندې تېره ورځ ومړ.

باختر اژانس وایي چې دا کس مولوي محمد امین چې پر غټ ملا مشهور و، د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

د جاپان اوسېدونکی کس ( کانه تاکانا ) نومېږي او د 2022 د جنوري پر دویمه یې خپله کلیزه ونمانځله. یاد کس د ریکارډونو د ثبت له موسسې ( ګینس) څخه پېژندپانه/سند لري چې تاییدوي دی د نړۍ تر ټولو بوډا ژوندی انسان دی.

په جاپان کې د ډېرو نورو هېوادونو په څېر د زېږون پر مهال د پېژندپاڼې په ثبت و احوال کې، حتا د زوکړې ساعت او دقیقه هم ثبتېږي.

داسې حال کې چې افغانستان کې پرته له وروستیو کلونو، نور چا د زوکړې کره نېټه نه ثبتوله.

ځینې سپین ږیري یا بوډا کسان د دې په پار چې خپل سن مالوم کړي وایي:” پینځه لس پاچاهي دورې مې په یاد دي”. یانې د حکومتونو د بدلون شاهدان وو ؛ ځکه نو لرې خبره ده چې د مولوي محمد امین د عمر په اړه کره مالومات له چا سره وي.

اوسمهال رسنیو د نوموړي سن 144 ښودلی؛ خو کابو څلور کاله مخکې چې کله د ده د ناروغۍ خبر خپور شوی و، عمر یې 136 کاله ښودل سوی وو.