ا ا ا د امریکا له لوري د کنګل شویو پيسو په اړه د پیل شویو خبرو هرکلی وکړ

Jul 2, 2022 - 16:29
 12
ا ا ا د امریکا له لوري د کنګل شویو پيسو په اړه د پیل شویو خبرو هرکلی وکړ

دا ا ا  په مشرۍ د افغانستان بانک د امریکا له لوري د کنګل شویو پيسو په تړاو د پیل شویو خبرو هرکلی وکړ.

دغه بانک په خپل ټویټر پاڼه کې د ویډیويي پیغام له لارې د دې خبرو د هرکلي ترڅنګ له امریکا غوښتي څو د افغانانو پېسې چې د دوی حق دی ازادې کړي.

یاد بانک هیله مندي ښودلې چې پیل شوې خبري په نږدې راتلونکې کې کولای شي د افغانستان بانکي اړیکې له نورو هېوادونو سره بېرته د پخوا په څېر ورغوي.

له بلې خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماست ویسټ په خپل تویتر پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نوموړي په دوحه کې د ا ا ا له استازو سره په دې اړه پراخ بحثونه کړي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې امریکا غواړي د افغانستان خلکو سره د بشري مرستو ترڅنګ په نورو اقتصادي برخو کې هم مرستې وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې لاهم امریکا او د نړۍ یو شمېر بانکونو د افغانستان کنګل شوې پيسې نه دي ازاده کړي.