ایټالیا؛ ''د افغان دیپلوماتانو تر منځ شخړه د کوربه هېواد په منځګړیتوب پای ته ورسېده''

Jan 5, 2022 - 21:15
 14
ایټالیا؛ ''د افغان دیپلوماتانو تر منځ شخړه د کوربه هېواد په منځګړیتوب پای ته ورسېده''

د ایټالیا په روم کې د افغانستان سفارت له لوري یوه رسمي اعلامیه کې ویل سوي، روم کې د افغانستان مخکیني حکومت او طالبانو پلوي دیپلوماتانو تر منځ یوه شخړه د کوربه هېواد په منځګړیتوب پای ته رسېدلې ده.

د سفارت اعلامیه کې ویل سوي، یو پخوانی افغان دیپلومات محمد فهیم کشاف چې له دندې ګوښه سوی و، د سفارت ودانۍ ته ورغلی او له افغان سفیر سره یې لفظي شخړه کړې ده.

د سفارت په اعلامیه کې زیاته سوې، ښاغلي کشاف پر افغان سفیر د فزیکي برید نیت درلود، چې د کوربه هېواد له مداخلې وروسته یې مخنیوی سوی.

بل لور د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ښاغلی کشاف د ۱۳۹۹ کال له نهمې میاشتي د ۱۴۰۲ کال تر نهمې میاشتې پورې په یاد سفارت کې د لومړي سکرتر دنده لري.