دهلمند په ګرشک ولسوالۍ کي د ترافیکي پیښي له امله یو تن ژوبل سو

May 18, 2022 - 16:39
 12
دهلمند په ګرشک ولسوالۍ کي د ترافیکي پیښي له امله یو تن ژوبل سو

د هلمند ځايې مسولین وايي چې تېره ورځ په ګرشک ولسوالۍ کي یو ۱۵ کلن ځوان په ټېلر ټانکر موټر وهل سوی او ژوبل سوی.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریس حافظ راشید هلمندي سکون راډیو ته وویل پېښه هغه وخت رامنځته سوه کله چي یو ټېلر ټانکر موټر پر لار روان کس په موټر وواهه او د نوموړي راسته لاس مات او سر یې ضربه وخوړل.

نوموړی زیاتوي چې ژوبل سوی کس د درملني په موخه د ګرشک ولسوالۍ روغتون ته انتقال سوی دی او موټر چلوونکی د څېړنو په موخه نیول سوی دی.

هلمند کي دې وروستیو کي ترافیکي پيښي زیاتي سوي دي چې ګڼ شمیر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده