نوزاد ولسوالۍ کي یو ماشوم برمې ته تر لوېدلو وروسته خپل ژوند دلاسه ورکړ
نن سهار شاوخوا لس ۱۰ بجې دهلمند ،نوزاد ولسوالۍ د فرهاد په سیمه کي یو تن ماشوم د برمې څاه ته ولوېدی او خپل ژوند یې دلاسه ورکړ.
دباختر اطلاعاتي اژانس په خبره چي تر پېښي وروسته ځایي مسئولینو او عامو خلګو د ماشوم د خلاصون ډېره هڅه وکړه خو دا چي ماشوم ډېر ژور تللی وو ، خپل ژوند یې دلاسه ورکړ.
خبر زیاتوي چي یاد درې کلن ماشوم شفیع الله نومېدی د مولوي عبدالخالق صاحب زوی او دفرهاد سیمي اوسېدونکی وو.
د ماشوم جسد د برمې څخه را ایستل سوی او کورنۍ ته سپارل سوی دی.