نن جمعه د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د وري (حمل) ۵ مه بُست پوهنتون د ۱۴۰۱ کال پسرلني (۲۱) عمومي کانکور آزموینه واخیستل.
په یاده آزموینه کي ۱۷۴ تنو نوم ليکنه کړې، چي د هغو له جملې څخه ۱۳۰ تنو په کانکور آزموینه کي ګډون کړی ؤو.
په آزموینه کي د بُست پوهنتون رئيس ښاغلي ډیپلوم انجنير محمود سنګین، د هلمند دولتي پوهنتون څخه راغلي پلاوي، د لوړو زده کړو وزارت د کمیسیون استازي، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو او ادارو آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو برخه اخیستې وه.
په ازموینه کي دبُست خصوصي پوهنتون رئيس ډیپلوم انجنير محمود سنګین دخپلو خبرو پر مهال د کانکور ټولو نويو ګډون کوونکو ته هر کلی وکړ او د دې ترڅنګ یې د بُست پوهنتون د ځینو اصولو او مقرراتو په اړه معلومات شریک کړل.
نوموړي ژمنه وکړل چي د بُست پوهنتون اداره به دامکان تر حده په معنوي برخه کي دټولو زده کړیالانو سره همکاره وي.
تر دې وروسته د بُست پوهنتون د آزمویني د کمېټې، د هلمند پوهنتون څخه د راغلي پلاوي او د آزموینې د ګډون کوونکو په حضور کي د سوالونو مهر و لاک سوي صندوقونه خلاص او سوال پاڼې د آزمویني پر ګډون کوونکو وويشل سوې.
د یادوني وړده چي بُست پوهنتون به خپله متفریقه کانکور آزموینه د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د حمل میاشتي پر ۱۹ نېټه واخلي.