لښکرګاه ښار کي د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه ښوونځی جوړېږي.

لښکرګاه ښار کي د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه ښوونځی جوړېږي.
لښکرګاه ښار کي د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه ښوونځی جوړېږي.

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار د دوهمي حوزې اړوند په قصبه سیمه کي د یوې متوسطه ښوونځي د پرانیستي مراسم ترسره سوه.

پدي مراسیمو کي د پوهني ریاست تدریسي مرستیال مولوي محمد اسماعیل سعادت ، د تعلیم او تربیې د مرکزي حلقې مسؤل محمد عوض انصاري ، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازو او یو شمېر نورو سپین ږیرو او ځوانانو هم برخه درلوده.پر همدې مهال د تعلیم او تربیې د مرکزي حلقې مسؤل مولوي محمد عوض انصاريوویل:دا د خوښۍ ځای ده ، چي خلک د یوې تعلیمي ادارې د جوړېدو غوښتنه کوي او زیاته یې کړه ، چي اسلامي امارت به هم د عصري او دیني زده کړو په برخه کي د هیواد بچیانو ته بشپړه زمینه برابره کړي.

دغه راز د پوهني ریاست تدریسي مرستیال مولوي محمد اسماعیل سعادت د زده کړو پر ارزښت هر اړخیزي خبري وکړي او زیاته یې کړه چي یاده ښوونځي د ۱۰ میلیونه افغاینو په ارزښت جوړېږي چي ۹ درسي ټولګي به ولري.د ده په خبره چي د یادي ښوونځي تر جوړېدو ورسته به د دې ښوونځي زده کوونکو ته کتابونه او قرطاسیه هم ورکول سي.

پر ورته وخت د یادي سیمي اوسېدونکو حاجي عبدالسلام او حاجي عبدالواحد بیا وویل: ډېر خوښ دي چي د اسلامي امارت لخوا ورته ښوونځي جوړېږي او زیاته یې کړه چي وړاندي یې بچیان د زده کړو لپاره د لیري سیمو ښوونځیو ته تلل چي په وینا یي د دې ښوونځي په جوړولو سره به یې د بچیانو د زده کړو ستونزه حل سي.

هلمند کي دا مهال ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یي په کرایه کورونو کي زده کړي کوي.