بنګله دېش له افغانستانه په ۸۸ منډو سيالي وګټله

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د يو ورځنيو لوبو د لړۍ دويمه سيالۍ کې کوربنې لوبډلې بنګله دېش افغانستان ته په ۸۸ منډو ماته ورکړه.
بنګله دېش د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۳۰۷ منډو هدف وټاکه چې افغان لوبډلې ونشوی کړی ټاکلی هدف بشپړ کړي او ټوله لوبډله د ۲۱۸ منډو په جوړولو سره وسوځېده.
د بنګله دېش لپاره لېتن ډاس د ۱۳۶ منډو په جوړولو سره غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده تر څنګ مشفيق رحيم ۸۶ او شکيب الحسن ۲۰ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره فريد احمد دوې، فضل الحق فاروقي او راشد خان يوه يوه وېکټه ترلاسه کړه.
په توپ وهلو کې د افغانستان لپاره نجيب الله ځدراڼ ۵۴، رحمت شاه ۵۲، محمد نبي ۳۲ او راشد خان ۲۹ منډې وکړې.
بل پلو د بنګله دېش لپاره تسکين احمد او شکيب الحسن دوې دوې وېکټې واخيستې.
افغان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې سیالیو لړ کې د دریو یوه ورځنیو او دوو شل اوریزو لوبو لپاره بنګله دېش لوبډلې سره سیالي کوي.
له دې مخکې وړمه ورځ د همدې لړۍ لومړنۍ لوبه بنګله دېش په څلورو وېکټو وګټله.
بنګله دېش او افغانستان د فبروري له ٢٣ مې نېټې درې يو ورځنۍ او دوې شل اووريزې لوبې کوي.
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ تر اوسه نهه نړیوالې یو ورځنۍ لوبې شوې دي. په دغو لوبو کې بنګله دېش شپږ او افغانستان درې لوبې ګټلې دي.
په لومړي ځل د دواړو هېوادونو تر منځ د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ په ۲۰۱۶ کال کې وشوه چې دوه یو د کوربنې لوبډلې په ګټه تمامه شوه.
د بنګله دېش په خپل کور په نژدې یوه لسیزه کې د یو ورځنیو لوبلړیو یوازې یوه بایللې ده. د چیټاګانګ پر پېچ بیا بنګله دېش تر اوسه اووه یو ورځنۍ لوبې کړي چې یوازې انګلنډ په کې ماته ورکړې او نورې ټولې د کوربنې لوبډلې په ګته تمامې شوې دي.