د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست مولوي نداء محمد ندیم د ترکیې سفیر جهاد ارګینای سره لېدلي.

Nov 10, 2022 - 20:36
 11
د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست مولوي نداء محمد ندیم د ترکیې سفیر جهاد ارګینای سره لېدلي.
یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې، د دې لېدنې پر مهال دواړو خواوو د بورسونو پر څرنګوالی، انلاین زده‌کړو او پر دوه اړخیزو علمي او اکاډمیکو همکاریو خبرې کړې دي.
په دې خبرپاڼه کې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست په حواله ویل سوي، ا.ا د شرعیت په چوکاټ کې عصري زده‌کړو ژمن دی او همداراز ښاغلي ندیم د ترکیې له سفیر غوښتنه کړې چې له افغانستان سره په تحصیلي ډګر کې لا ډېره همکاري وکړي.
سکون راډیو